پوتين: امريکا هڅه کوي، د مسکو د ترهګريزې پيښې اصلي بريدګر داعش په ګوته کړي
CMG2024/03/26 11:14:18
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ د ۲۵مې نېټې په ماښام ويلي، چې امريکا له بېلا بېلو لارو هڅې کوي، نړۍ ته قناعت ورکړي، چې داعش په مسکو ښار کې پر کنسرټ بريد کړی او اوکراين پکې لاس نه لري.

پوتين ويلي، دغه ترهګريز بريد د ډارولو کړنه ده، نو څوک له دغې پيښې ګټه اخيستلی شي.

نوموړي ويلي، دغه پيښه ممکن د اوکراين د حکومت په لاس د هغو لړيزو هڅو يوه برخه وي، چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې يې د روسیې پر ضد ترسره کوي.

 د روسیې د پلټنې کمېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ياد بريد کې ۱۳۹تنه وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپيان شوي دي.