شي جين پینګ د هالنډ له لومړي وزير مارک روټ سره وکتل
CMG2024/03/27 17:31:48
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ د ۲۷ مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو لوی تالار کې د هالنډ له لومړي وزير مارک روټ سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له مارک روټ سره په خبرو کې ويلي، چين هغه مفکوره، چې ته باید ناکام شې او زه باید بريالی شم او نړۍ کې يوازې تور او سپين رنګونه شته دي، ډېره وروسته پاتې بولي او په خبره یې، رښتينې خوندي نړۍ باید داسې بڼه ولري، چې ټول هېوادونه يو بل سره تړلي او تکيه ولري.

نوموړي ويلي، چين به د ګډو ګټو پر نظريې ټينګار ولري، د لوړې سويې ورخلاصون ته به دوام ورکړي او له بېلابېلو خواوو سره به د پرمختګ ګټې شريکې کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چين د اروپا په اړه ثابتې تګلارې لري او د څو قطبي نړۍ د يو مهم قطب او همکار په سترګه ورته ګوري او هيله لري، چې هالنډ د چين او اروپا ترمنځ د متقابل تفاهم او د اړيکو د پرمختګ لپاره خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.