وانګ يي له امريکايي مېلمنو سره وکتل
CMG2024/03/27 10:35:57
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون غړي او خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې په جلا جلا توګه د امريکا او چين د اړيکو ملي کمېټې له بورډ مشر ايون ګرينبرګ، رئيس سټيفن اولنس او د هاورډ پوهنتون له پروفيسور ايليسون سره کتلي دي.

د چين خارجه وزير وانګ يي له يادو مېلمنو سره د لېدنې پر مهال د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې عمده ستونزه دا ياده کړې، چې امريکايي لوری چين خپل عمده ستراتيژيک سيال او يوه جيوپوليتيکې ننګونه بولي او همدغه فکر يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې د پر له پسې خنډونو سبب ګرځیدلی دی.

د وانګ يي په خبره، امريکا بايد له چين سره پر يو لوري ګامونه پورته کړي او خپلمنځي اړيکې باید سمې پرمخ ورسره بوځي.

امريکايي مېلمنو د امريکې او چين خپلمنځي تماسونه او پر رغنده لوري د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ د ټولې نړۍ لپاره ګټور بللي دي.

 

( سپوږمۍ)