روسيه: د کنسرټ په کنډو کپرو کې بند ټول کسان ژغورل شوي
CMG2024/03/27 10:24:36
شريکول:

د روسيې د بيړني حالت وزارت د مسکو ايالتي ادارې مشر د مارچ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د مسکو په ورڅېرمه کې د کنسرټ د بريد ځپلې ودانۍ کنډو کپرو کې بند ټول کسان ژغورل شوي دي.

تاس خبري اژانس ويلي، نوموړي د مسکو ايالت مشر ته د اړوندو معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال څرګنده کړې، چې د کنسرټ ودانۍ شاوخوا ژغورونکي کارونه بشپړ شوي او په کنډو کپرو کې نور کسان نه پيدا کېږي او ژغورونکي به ګام په ګام د پېښې له ځايه ووځي.