د چين تای يوان سپوږمکۍ توغونکي مرکز د مارچ د ۲۷مې نېټې د سهار په ۶ بجو او ۵۱ دقيقو د سي ځې ۶م بار وړونکي راکټ په وسیله د يون های ۳ بي سپوږمکۍ په برياليتوب فضا ته توغولې او ټاکلي مدار ته رسېدلې ده.
يون های ۳بي سپوږمکۍ به د هوا، سمندري چاپېريال د څار، د ناورين د مخنيوي او د علمي ازموينو په شمول ځينو چارو کې وکارول شي.
دا د سي ځې باروړونکو راکټونو ۵۱۴مه لړيزه دنده وه، چې په برياليتوب یې ترسره کړې ده.
( سپوږمۍ)