فلسطين د امنیت شورا د اوربند پرېکړه ليک د پلې کېدو غوښتنه کړې
CMG2024/03/27 10:40:23
شريکول:

د فلسطين ولسمشرۍ دفتر د مارچ د ۲۵مې نېټې په شپه يوې اعلاميې کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د هغه پرېکړه ليک هرکلی کړی، چې له مخې يې باید په غزې تړانګې کې بيړنی اوربند وشي.

په اعلاميې کې د غزې د شخړو له ښکېلو خواوو څخه د ملکي وګړيو د خونديتوب لپاره د دغه پرېکړه ليک د سمدستي پلي کولو غوښتنه شوې ده.

اعلاميه وايي، د امنيت شورا ياد پرېکړه لیک د نړيوالې ټولنې د هغه ګډ دريځ ښکارندويي کوي، چې پر فلسطينيانو د تېري او انسانيت سوزوونکی جنګ باید نور پای ته ورسيږي.

په اعلاميې کې دغه پرېکړه ليک په سم لوري لومړی ګام بلل شوی او پکې له امنيت شورا څخه غوښتنه شوې،  چې د پلي کېدو لپاره يې هڅې وکړي.

اعلاميه زياتوي، غزې ته د بشري مرستو ټول دهليزونه باید پرانيستل شي، څو اړمنو ته بشري مرستې ورسيږي او لوږه نوره پراخه نه شي.