شي جین پينګ د امریکې د صنعت او سوداګرۍ او د ستراتیژيکې پوهنې ټولنې له استازو سره وکتل
CMG2024/03/27 14:44:05
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د امریکا د صنعت او سوداګرۍ او د ستراتيژیکې پوهنې ټولنې له استازو سره وکتل.

شي جين پينګ له دغو استازو سره په خبرو کې د چین او امریکې اړیکې د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې او مقابلې او همکارۍ يې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټو پورې تړلې بللې دي.

نوموړي هیله ښودلې، چې د چين او امريکې د مختلفو ټولنو شخصیتونه یو له بل سره تبادلې زیاتې او متقابل اعتماد او باور پياوړي کړي، څو نړۍ ثبات ومومي.