د اسرائیل دفاع وزارت د مارچ په ۲۶مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د لبنان لوري څخه يې د هېواد په شمالي سیمو ۵۰ توغندي لګيدلي او په ځواب کې يې اسرائيلي ځواکونو په لبنان کې دننه پر څو موخو هوايي بريدونه کړي دي.
اعلامیه وايي، د اسرائیل پر شمالي الجلیلي او ګولان لوړو یې په همدې ورځ ۵۰ توغندي لګيدلي دي.
اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان په جنوب حانین سیمې کې د حزب الله وسله والې ډلې د وسلو پر زېرمتون او بنسټيزو تجهیزاتو او د لبنان په شمال ختیځ تاروالتین کې يې د دې ډلې پر څو ودانیو هوايي بمبارۍ کړې دي.