د روسيې د فيډرالي امنيت ادارې مشر بورتنيکوف د مارچ په ۲۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د مسکو پر کنسرټ ترهګريز برید د لوېديځو هېوادونو او اوکراين د استخباراتي ارګانو په مرستې او ملاتړ ترسره شوی دی.
د بورتنيکوف په وينا، لوېديځ هېوادونه او اوکراين هڅې کوي، چې د ترهګريزو بريدونو له لارې د روسيې وضعيت کړکېچن کړي.
د اوکراين د ولسمشر سلاکار ميخايلو پودولياک په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنيو د روسيې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې داسې نښې نښانې يې موندلي، چې اوکراين د مسکو پر کنسرټ ترسره شوي ترهګريز بريد کې لاس لري.