د سوريې اژانس د مارچ په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، امريکايي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د دې هېواد د دير الزور ولايت پر ډېرو سیمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.
روغتيا نړیوال سازمان ويلي، یو کارکوونکی یې په دغو هوايي بريدونو کې وژل شوی دی.
د امریکا د ملي دفاع وزارت مرستيالې ویاندې سبرينا سينغ په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د ۲۵مې نېټې په شپه پر سوريې هېڅ هوايي بريد نه دی کړی.