شي جين پينګ د سريلانکا له صدراعظم دانیش ګوناوردنا سره وکتل
CMG2024/03/27 17:39:47
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷مې نېټې پلازمېنې بېجينګ کې د سريلانکا له صدراعظم دانیش ګوناوردنا سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له دانیش ګوناوردنا سره په لېدنې کې ويلي، چې هېواد يې د سريلانکا د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د ملي وقار له ساتنې او د خپل وضعيت له مخې د عصري لارې له ټاکلو څخه ملاتړ کوي او د دې تر څنګ، تر خپلې وسې به د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

نوموړي ويلي، چين او سريلانکا دې د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ په پار ګډې هڅې وکړي، د نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې دې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې او نړیوال عدالت دې وساتي.

ګوناوردنا ويلي،‌ سريلانکا او چین اوږدمهاله دوستي پالي او هېواد يې د يو چين پېژندنې اصل پوره مراعات کوي او دوستانه همکاريزې پاليسۍ ورسره پرمخ بیايي.

د نوموړي په وينا، سريلانکا په بهرنيو اړیکو کې چین ته لومړيتوب ورکوي او غواړي خپلمنځي دوستانه اړيکې ورسره نورې هم ژورې کړي.