د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د داسو بند پروژې پر موټريز کاروان ترهګريز بريد شوی، چې له امله يې ۵ چيني کارکوونکي او يو پاکستانی وژل شوي دي.
بريد د پاکستان پر ځايي وخت د مارچ د ۲۶مې نېټې د ماسپښين په شاوخوا يوې بجې ترسره شوی دی.
د داسو بند د پروژې چارې د يوې چيني تصدۍ لخوا ترسره کيږي.
د چين د خارجه وزارت وياند د مارچ په ۲۷مې نېټې د ياد بريد سخته غندنه او پر وژل شويو کسانو يې خواشيني څرګنده کړې او د دوی له کورنيو سره یې غمشريکې او خواخوږي ښودلې ده.
د چين د خارجه وزارت وياند له پاکستان څخه د پېښې د ژر پلټنې غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې پاکستانی لوری باید مجرمين ژر پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري او په دغه هېواد کې باید د چيني اتباعو، ارګانونو او پروژو امنيت ډاډه کړي.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شريف د روانې مياشتې د ۲۶ مې نېټې په ماسپښين په اسلام اباد کې چيني سفارت ته تللی او هلته يې د وژل شويو کسانو له کورنيو او چيني حکومت سره خپله ژوره خواشيني او همدردي څرګنده کړې ده.
شهباز شريف دغه ترهګريز بريد سخته غندنه کړې او ويلي يې دي، چې د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ د تخريبولو توطيې به هېڅکله بريالۍ نشي.
د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او خارجه وزير او کورنيو چارو وزير په شمول د دغه هېواد لوړ پوړيو چارواکو ياد بريد په سختو ټکو غندلی دی.