اسرائيلي ځواکونو د مارچ په ۲۷مې نېټې د غزې تړانګې پر ډېرو سيمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي دي.
فلسطيني رسنيو ويلي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې پر شمالي سيمو سخت بريدونه کړي او ۱۳ کسان يې وژلي دي.
راپورونه وايی، اسرائيلي ځواکو د غزې پر مرکزي سيمو بريدونو کې ۸ کسان او پر جنوبي سيمو کې يې لږ تر لږه ۱۱ کسان و ژلي دي.