جاو له جي د بواو اسيايي فورم د شورا له استازو او چيني او بهرنيو متشبثينو سره وکتل
CGTN2024/03/28 11:25:50
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې رئيس جاو له جي د مارچ په ۲۷ مې نېټې د چين د های نان ولایت په بواو ښارګوټي کې د بواو اسيايی فورم د شورا له استازو او یو شمېر چيني او بهرنيو متشبثينو سره کتلي دي.

جاو له جي له نوموړو استازو سره په لېدنې کې ويلي، اوسنۍ نړۍ له داسې ننګونو او خطرونو سره مخ ده، چې هوارول يې ګډو نظريو، يووالي او ګډو همکاريو ته اړتيا لري.

نوموړي ويلي، چين به د خپل نوي پرمختګ ترڅنګ نړۍ ته زيات فرصتونه برابر کړي او د بواو اسيايي فورم له پرمختګ څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

جاو له جي هيله ښودلې، چې بواو اسيايی فورم د اسيا او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره زيات خدمتونه وکړي.

د بواو اسيايي فورم د شورا رئیس بانکي مون او نورو استازو د رئیس شي جين پینګ د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او نورو طرحو لوړه ستاينه کړې او څرګنده کړې يې ده، چې هغوی به د دغه فورم د پرمختګ او د بېلابېلو خواوو ترمنځ د يووالي او ګډو همکاريو لپاره خدمتونه وکړي.