اصف علی زرداري د داسو بند پېښې کې پر وژل شویو چیني وګړو خواشيني وښوده
CMG2024/03/28 11:25:48
شريکول:

د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري د مارچ په ۲۷مې په پلازمېنې اسلام اباد کې د چین سفارت ته تللی او هلته يې د داسو بند د اوبو برېښنا سټېشن پروژې پر وژل شويو چيني کارکوونکو يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

زرداري د چين سفارت له کارکوونکو سره ژمنه کړې، چې پاکستان به د دغې پېښې مجرمين نيسي او د قانونو منګولو ته به یې سپاري او ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي، چې د پاکستان او چين دوستۍ ته زيان ورسوي.

په پاکستان کې د چین سفیر جیانګ ځای دونګ له زرداري سره په خبرو کې ويلي، د داسو بند په شمول د چین او پاکستان یو لړ همکاریزو پروژو د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او د ځايي وګړیو د ژوند ښه والي لپاره ستر خدمتونه کړي او د کارکوونکو پر وړاندې يې ترهګریزې پېښې او تاوتريخوالی هېڅ د منلو نه دي.