د غزې اوسېدونکي له سختې لوږې سره مخ دي
CGTN2024/03/28 10:19:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د مارچ په ۲۶ مې نېټې خبر ورکړی، چې د غزې اوسېدونکي له سختې لوږې سره مخ دي او کافي مرستندويه توکي ورته نه لري.

ياد پروګرام يو لړ شمېرې هم خپرې کړي، چې له مخې يې په غزې کې د ماشومانو خوارځواکي په چټکۍ مخ په لوړېدو ده او له دوو کلونو څخه د کم عمر په هرو درېيو ماشومانو کې يو يې خوارځواکی يا ډېر کمزوری دی.

شمېرې ښيي، په غزې کې اوسمهال کابو يو ميليون او سل زره کسان له لوږې سره مخ دي.