د اوکراین پراودا ورځپاڼې د مارچ په ۲۸مې نېټې د ایټالوي رسنیو په قول خبر ورکړی، چې د چک په شمول ځینو هېوادونو یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې اوکراین ته یو میلیون ګولې ورکړي.
د ټاکلي پلان له مخې، د چک په شمول ځيني هېوادونه به د اوکراین لپاره ۸ سوه زره ګولې واخلي، خو چک په وروستیو کې د نورو ۲ سوو زرو ګولیو سرچېنه هم پيدا کړې او ښايي اوکراین ته د مهماتو د لومړۍ جوپې لېږد له ټاکلي وخت څخه مخکې، یعنې راتلونکي اپریل کې ترسره شي.