شیاو مي شرکت د نوې انرژۍ موټر بازار ته وړاندې کړ
CMG2024/03/29 10:39:56
شريکول:

د چین شیاو مي شرکت(Xiaomi) د مارچ په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړی او بازار ته یې د نوې انرژۍ موټر اېس یو ۷ (SU7) د خرڅلاو په پار وړاندې کړی دی.

دغه شرکت د دغه ډول موټرونو قيمت له ۲۱۵زرو ۹۰۰ یوانو څخه تر ۲۹۹ زرو ۹۰۰ یوانو پورې اعلان کړی دی.

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې رسنيو ته مالومات ورکړي، چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو(جنورۍ او فبرورۍ) کې د چین د نوې انرژۍ د موټرو توليد او خرڅلاو اندازه په جلا جلا توګه ۱.۲۵۲ ميليونو او ۱.۲۰۷ میليونو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸.۲ سلنه او ۲۹.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د موټرو صعنت به  دوامدار پرمختګ ومومي.