د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونه: د پوهنې ملکيت حق ساتنه دوامدار پرمختګ ته وده ورکوي
CMG2024/03/29 10:58:23
شريکول:

د های نان ولايت په بواو ښارګوټي کې د مارچ په ۲۸مې نېټې(د پوهنې ملکيت حق ساتنه دوامدار پرمختګ ته وده ورکوي) لوړ پوړې غونډه ترسره شوه.

د بواو اسيايي فورم سرمنشي لي باو دونګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښتګرو او جوړونکو ته باید د پوهنې ملکيت حق د ساتلو ګټور سيستم برابر شي.

 د پوهنې ملکيت حق ساتنې نړيوال سازمان د پوهنې ملکيت او د نوښت پياوړتيا په شمول ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لري او له بواو اسيايي فورم سره يې د همکارۍ له لارې ګڼ شمېر تدبيرونه شريک کړي دي.

د پوهنې ملکيت حق ساتنې نړيوال سازمان عمومي مدير دنګ هونګ سن يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د پوهنې ملکيت حق ساتنه د نوښت او ټېکنالوژۍ د دوامدار پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي او د دوامدار پرمختګ موخې د عملي کېدو لپاره هم ګټوره چاره ده.