د فلسطین ولسمشر د نوي حکومت لایحې ته منظوري ورکړه
CMG2024/03/29 09:58:01
شريکول:

د فلسطین خبري اژانس د مارچ په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد نوي لومړي وزیر محمد مصطفی په همدې ورځ په رام الله ښار کې ولسمشر محمود عباس ته د نوي حکومت د جوړېدو لایحه وړاندې کړې او هغه ورته منظوري ورکړې ده.

خبر وايي، د فلسطین د نوي حکومت د جوړېدو لایحې عمده موخې په غزه کې له فلسطینیانو سره د بشردوستۍ مرستو برابرول، د غزې تړنګې او د اردن سیند د لوېديځې غاړې بیارغونه او د دغه هېواد ثابت اقتصاد ښودل شوې دي.

د مالوماتو له مخې، د فلسطين لومړی وزیر محمد مطفی به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دنده هم پرمخ يوسي او نوې کابېنه به یې د مارچ په ۳۱مې لوړه وکړي.