مېرمن پنګ لي يوان د جرمني د بورګ چيني ژبې کورس د ښوونکو او زده کوونکو له ګډ پلاوي سره وکتل
CMG2024/03/29 09:54:44
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د مارچ په ۲۸مې نېټې د پلازمېنې بېجينګ په ۳۵م منځني ښوونځي کې د جرمني د بورګ چيني ژبې کورس د ښوونکو او زده کوونکو له يوه ګډ پلاوي سره کتلي دي.

نوموړې له چين څخه د ياد پلاوي د لېدنې تود هرکلی کړی‌ او ويلي يې دي، چې د جرمني د بورګ چيني ژبې کورس په تېرې لسیزې کې په سندريزو غږونو د چين ـ جرمني دوستي پاللې او ډېر برياليتوبونه يې خپل کړي او د لاسته راوړنو په پار يې ورته مبارکي ويلې ده.

پنګ لي يوان ويلي، د جرمني د بورګ چيني ژبې کورس د چين او جرمني ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره يو پل جوړ کړی دی.

نوموړې هيله ښودلې، چې د دغه کورس زده کوونکي د موسيقۍ له لارې د چيني ژبې نوې نړۍ پرانيزي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ استازي وروزي.