نړيواله محکمه: اسرائيل باید غزې ته د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي
CMG2024/03/29 14:15:24
شريکول:

د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې د مارچ په ۲۸مې نېټې په يو حکم کې له اسرائيلي ځواکونو څخه غوښتي، چې غزې ته د بشردوستانه مرستو د لېږد پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او اړين اقدامات دې ونيسي.

نړیوالې محکمې په دغه حکم کې ويلي، په غزې کې فلسطینیان خوراکي توکو، اوبو، برېښنا، تېلو، کورونو، جامو، طبي موادو او ډېرو نورو توکو او خدمتونو ته اړتیا لري او له اسرائیلي ځواکونو يې غوښتي، چې په ځمکنيو لارو کې د تم ځایونو مساحت او شمیر زیات کړي او په اړينو وختونو کې دې يې خلاص وساتي.