امريکايي استازی: توسيدايديس لومه د مخنيوي وړ ده
CMG2024/03/29 15:17:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷مه نېټې په بېجينګ کې د امريکا د صنعت، سوداګرۍ او ستراتيژيکو  ټولنو له استازيو سره وکتل چې د نړۍ پاملرنه يې ځان ته راجلب کړې ده. دا د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې په سانفرانسيسکو ښار کې د چين او امريکا مشرانو له کتنې راهيسې لومړی ځل دی چې رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې له امريکايي شخصیتونو سره مخامخ کتنه کړې ده. رئيس شي جين پينګ د دغې کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه، د سانفرانسيسکو کتنې تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې دواړې خواوې د خپلمنځي اړيکو د ثبات او ښه کولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي. د امريکا د صنعت، سوداګرۍ او ستراتيژيکو ټولنو استازيو د کتنې پر وخت ويلي چې د امريکا او چين ترمنځ توسيدايديس لومه (the Thucydides Trap) د مخنيوي وړ ده.  

د امريکا د هارورډ پوهنتون د کېنيډي حکومتي پوهنځي بنسټګر ګراهم ايليسون (Graham Allison) چې له رئيس شي جين پينګ سره د امريکايي استازيو په ياده کتنه کې يې هم ګډون کړی، د توسيدايديس لومې په اړه د مفکورې وړاندې کوونکی دی. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د يونان په تاريخ کې د پېلوپونيسيان جګړې (peloponnesian war)څخه په تجربې اخيستلو سره ياده مفکوره وړاندې کړې چې د نوي سمسور هېواد ( rising power) او پیاوړي شوي هېواد (established power) ترمنځ خامخا به سخت تضادونه وي حتی جګړه به هم رامنځته کېدای شي. له تېرو څو کلونو راهيسې زيات شمېر سياسي شنونکو د توسيدايديس لومې په کارولو سره د چين او امريکا ترمنځ پر اړيکو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

نو ولې د امريکايي استازيو په نظر د توسيدايديس لومې د مخنيوي امکانات شته؟

واقعيتونه جوتېږي چې چين او امريکا په جلا جلا توګه له تاريخي فرصتونو نه په ګټې پورته کولو سره لاسته راوړنې خپلې کړې دي. د دواړو هېوادونو سوداګريز حجم د خپلمنځي سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې څه دپاسه ۲۰۰ چنده زيات شوی چې په ۲۰۲۳ م کال کې 4.7 تريليونه ژن مين بي يوانو ته رسېدلی دی. اوس له ۷۰ زرو نه زياتو امريکايي تصديو په چين کې پانګونې کړې چې کلنۍ ګټې يې له ۵۰ میليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتې دي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ امريکا ته څه باندې ۲ میليونه ۶ لکه کاري فرصتونه برابروي. لیدلی شو چې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي.

په حقيقت کې په ياده کتنه کې زياتره امريکايي برخه وال د دغه هېواد صنعتي او سوداګريز شخصيتونه دي، لکه د بلک ستون ډلې (BlackstoneGroup)، بلومبورګ ډلې(Bloomberg Group)، فدراسيون ايکسپرېس(FedEx)، کوالکوم شرکت(Qualcomm) او داسې نور مسؤلين دي. دوی چې د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې برخه اخيستونکي دي، نه يوازې د چين د پرمختګ لپاره خدمتونه کوي، بلکې خپل ځان ته يې ګټې هم رسولې دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې کتنې پر وخت د چين وروستی او تازه اقتصادي حالت معرفي کړی او دې ته يې په اشارې سره ويلي چې د چين اقتصادي پرمختګ سالم او دوام لرونکی دی او د امريکا په ګډون د مختلفو هېوادونو تصديو ته د پرمختګ پراخه فضا برابروي. هغه په چين کې د لا زياتو پانګونو په پار د امريکايي تصديو هرکلی کړی دی.

اوس مهال چين د نوي کيفيته توليدي ځواک په روزلو او پرمختګ بوخت دی، نه يوازې دودیزې چارې چې د غښتلي کېدو په حال کې دي، بلکې نوي او راتلونکي صنعتي چارې امريکايي تصديو ته لا زيات فرصتونه برابرولای شي.

دا نظر چې توسيدايديس لومه د مخنيوي وړ ده، د امريکا د صنعتي، سوداګريزو او ستراتيژيکو بنسټونو د شخصيتونو هغه امېد او ارمان څرګندېږي چې د دغه هېواد لوړ پوړي سياستوال دې پر چين سم او مناسب پوهاوی ولري.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د وروستيو څو کلونو لوړې ژورې ته په کتو، تر ټولو لویه نيمګړتيا دا ده چې امريکايي لوری په ناسمه توګه چين خپل عمده ستراتيژيک سيال بللی دی. که دواړه خواوې يو بل همکارۍ ته راوبولي، يو له بل سره درناوی وکړي، په سوله کې ګډ ژوند وکړي او په همکارۍ ګډې ګټې ومومي، نو  د چين او امريکا په اړيکو کې به ښه والی راشي.  

که دواړه خواوې غواړي د توسيداديس لومې مخنيوی وکړي، نو د خلکو ترمنځ تګ راتګ او دوستي دې پياوړې کړي. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو تاريخ د خلکو لخوا ليکل شوی، راتلونکی به يې د خلکو په اتکا جوړ شي.

روان کال د چين او امريکا د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. په اوسني حالت کې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې د کمېدو پر ځای مخ په زياتېدو دي. پروفيسور ايليسون د لويو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو خپلې نوې نظريې لري. د ده په اند د چين او امريکا اړيکو په اړه د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي ۳ اصول خورا ستر اهميت لري. امريکا بايد له چين سره همکارۍ وکړي او له چين سره د ګډ ژوند سمه لار دې پيدا کړي. دغه راز د توسيدايديس لومې مخنيوی کېدای شي. دا نظريه د امريکا د صنعت، سوداګرۍ او ستراتيژيکو  شخصيتونو اجماع ده او بايد د امريکا د واکمنو سياستوالو ګډه نظريه هم وګرځي. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي، د چين او امريکا اړيکې پخوا ته بېرته راستنېدای نشي، خو لا ښکلی راتلونکی به ولري.