د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مارچ په ۲۸مې نېټې د نيوزيلنډ د بهرنيو چارو وزير وينسټون پيټرز د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې هېواد یې د نړۍ او سيمې د سوله خوښوونکو هېوادونو په شان د امريکې، بريتانيې او استراليا تش په نوم د درې اړخيزې امنيتي ملګرتيا اړيکې (AUKUS) څاري او سخته پاملرنه ورته کوي.
لين جيان ويلي، چين د امريکې، بريتانيې او استراليا د يادو اړيکو په اړه اندېښمن دی او هيله يې ښودلې، چې اړوندې خواوې د متقابل اعتماد د پياوړتيا او د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره چارې ترسره کړي.
وينسټون پيټرز په دې وروستيو کې ويلي، چې چين بايد د اوکوس (AUKUS) په نظامي ايتلاف کې د ګډون حقونو ته درناوی ولري.
چين څو څو ځلې ويلي، چې اوکوس(AUKUS) د ډلو ټپلو د جوړولو او د مختلفو خواوو ترمنځ د مقابلې را پارولو هڅه کوي او غړي يې د عصري پرمختګ له تمایل څخه ډاګيزې سرغړونې کوي، چې د سيمه ييزو هېوادونو له ګډو هيلو سره سمون نه لري.