په پاکستان کې د وژل شويو چینایانو لپاره د تسلیت مراسم تر سره شول
CMG2024/03/30 10:22:32
شريکول:

 په پاکستان کې د چين کاري ډلې او په پاکستان کې د چين سفارت د مارچ په ۲۹مه په ګډه د پنجاب ایالت د راولپندۍ په اړوند روغتون کې په دغه هېواد کې د وژل شويو چینایانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د تسلیت مراسم تر سره کړل.

په ځايي وخت د مارچ په ۲۶مه د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د داسو د اوبو د برېښنا  بند پروژې لپاره د چين د يوې تصدۍ موټر د چلولو پر مهال له تروريستي بريد سره مخ شو، چې له امله يې ۵ چينايان او يو پاکستانی ووژل شول.