د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر به له چین څخه لیدنه وکړي
CMG2024/03/30 10:23:15
شريکول:

د چین  د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د مارچ په ۲۹مه اعلان وکړ، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه به د فرانسې د بهرنيو چارو وزير سټیفاني سيجورني د اپرېل په لومړۍ نېټه له چين څخه ليدنه وکړي.

ویاند لین جیان وویل، سټیفاني سيجورني به د خپلې لیدنې پر مهال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره خبرې اترې وکړي او ګډه مطبوعاتي غونډه به جوړه کړي.

لین جیان زیاته کړه، چې دغه لیدنه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له چین څخه د سټیفاني سيجورني لومړنۍ لیدنه ده. چین هیله لري، چې له فرانسې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د چين او اروپا د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظریو ژورې تبادلې وکړي، د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو ښه رجحان ته دوام ورکړي او د چين او فرانسې ترمنځ همکارۍ ته نوره هم وده ورکړي.