شي جين پينګ د سينيګال نوي منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام ولیږه
CMG2024/03/30 13:14:27
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۸مه باسیرو ډیومای فایې ته د مبارکۍ پیغام ولیږه او هغه ته يې د سينيګال د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د چين او سينيګال ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دواړو هېوادونو متقابل سياسي باور پياوړې کړي، په عملي همکاريو کې بېلا بېلې پايلې تر لاسه کړې او په نړيوالو چارو کې نژدې همکاري کړې ده. د چين او افريقا د همکارۍ فورم د رئيسه هېوادونو په توګه به دواړه خواوې په ګډه په روان کال کې په چين کې د دې فورم سرمشريزه غونډه تر سره کړي. زه د چين او سينيګال ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترگه گورم او غواړم له ولسمشر فايې سره د يو بل ملاتړ وکړم، په گډه د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه تر سره کړم او د چين او سينيګال او د چین او افریقا ترمنځ اړیکو د پرله پسې پرمختګ لپاره هڅې وکړم تر څو د دواړو خواوو خلکو ته لازیاتې ګټې ورسوي.