د اسرائيل صدراعظم دفتر د مارچ په ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد صدراعظم بنجامين نېتانياهو د اوربند په بل پړاو خبرو کې د يوه پلاوي د ګډون کولو منظوري ورکړې ده.
د دې اعلامیې له مخې، نېتانیاهو د اسرائيلو د استخباراتو ادارې(موساد) او د ملي امنيت عمومي ادارې له مشرانو سره خبرې کړې او وروسته یې د خبرو اترو د ودې لپاره د لارښوونې پلان جوړ کړی او هغه منظوري یې ورکړه، چې په راتلونکو څو ورځو کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د اوربند د خبرو په بل پړاو کې قاهرې او دوحا ته خپل پلاوي ولېږي.