د چين او قزاقستان مشرانو د چين ”د قزاقستان سېلانۍ کال “فعاليت ته د مبارکۍ پيغامونه واستول
CGTN2024/03/30 14:42:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ او د قزاقستان ولسمشر کاسیم جومارت توکايف د مارچ په ۲۹ مه په جلاجلا توګه د ۲۰۲۴م کال د چين ”د قزاقستان سېلانۍ کال “فعاليت پرانيستونکو مراسمو ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې کلتوري تبادلې او د سېلانۍ همکارۍ د چين او قزاقستان د خلکو ترمنځ د پوهاوي د زياتولو لپاره مهم پل بللی او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د دغه فعاليت له لارې خپلمنځي همکارۍ پياوړې ، د خلکو تګ راتګ زيات او خپلمنځي لرغونې دوستۍ ته دوام ورکړي.

توکايف په خپل پيغام کې ويلي، چې هېواد به يې په دغه سېلانيز کال کې يولړ فعاليتونه ترسره کړي، څو چيني سېلانيانو ته د قزاقستان په اړه زيات معلومات ورکړي، د دواړو هېوادونو دوستي لاټينګه او خپلمنځي دايمي او هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته قوي او خوځنده ځواک ورکړي.

په همدې ورځ په بېجينګ کې د ۲۰۲۴م کال د چين د قزاقستان سېلانۍ کال فعاليت پيل شو.