د ناورو له ولسمشر ډيويډ اډیانګ سره ځانګړې مرکه
CMG2024/03/30 15:37:52
شريکول:

د ناورو ولسمشر ډيويډ اډیانګ په دې وروستیو کې د چین په های نان ولایت کې د چین مډیا ګروپ له خبریالې سره ځانګړې مرکه ومنله. دا د چین او ناورو ترمنځ سیاسي اړيکو له بيا ټينګېدو وروسته چین ته د ولسمشر اډیانګ لومړی سفر دی. هغه وويل، چې د چين پرمختګ حيرانوونکی دی او د چين ژور تاريخ او کلتوري ميراث ډېر متاثر کړی دی. اډيانګ د مرکې په ترڅ کې يو ځل بيا وويل، چې د يو چين پېژندنې د اصولو په رسميت پېژندل او ملاتړ کول د نړيوالې ټولنې عمومي تمايل دی او هغه هيله لري، چې تايوان ژر تر ژره چین ته بېرته راستون شي.