د چين او اروپا ترمنځ د لوړپوړي کولتوري تبادلوي ډيالوګ ۶مه غونډه په بېجینګ کې تر سره شوه
CMG2024/03/30 10:56:27
شريکول:

د چين او اروپا ترمنځ د لوړپوړي کولتوري تبادلوي ډيالوګ ۶مه غونډه د مارچ په ۲۹مه په بېجینګ کې تر سره شوه. د چین د دولتي شورا غړې (شن يي چین) او د اروپايي ټولنې د نوښت،  څېړنې، کولتور، ښوونې او د ځوانانو چارو غړې ایلیانه ایوانوا په ګډه په دې غونډه کې ګډون وکړ.

شن يي چین وويل، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ تېر کال د اروپايي ټولنې له مشرانو سره وکتل او د چين او اروپا د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يې ستراتيژيکې لارښوونې وکړې. دواړه خواوې بايد د مشرانو تر منځ مهمه اجماع ښه پلې کړي،  د ډيالوګ د لوړ پوري ميکانيزم لارښوونکی رول ولوبوي، د خلکو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ  غښتلې او خپلمنځي د پرسونل تګ راتګ ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، د ښوونې، ټېکنالوژۍ، کلتور، رسنيو، سپورتونو، ځوانانو، ښځو او نورو په شمول په بېلا بېلو ساحو کې تبادلې او همکارۍ ژورې تر څو د چين او اروپا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک ورکړي.

ایوانوا د اروپايي ټولنې او چین ترمنځ د کلتوري تبادلې او همکارۍ په برخه کې د لاسته راوړنو مثبتو پایلو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري تبادلې او همکارۍ یو نوی پیل  دی. نوموړې څرګنده کړه، چې اروپايي ټولنه غواړي له چين سره د کلتوري تبادلې او د عملي همکارۍ په برخه کې د پرله پسې نويو پرمختګونو لپاره هڅه وکړي.