وانګ يي د جاپان له پخواني صدراعظم ياسو فوکودا سره وکتل
CMG2024/03/30 10:23:59
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۹مه په بېجينګ کې د جاپان له پخواني صدراعظم او د بواو اسیايي فورم د شورا له پخواني مشر ياسو فوکودا سره وکتل.

وانګ يي د فوکودا ستاينه وکړه، چې تل يې د بو او اسیايي فورم د پرمختګ لپاره فعال خدمتونه کړي دي. هغه وويل، هيله ده چې جاپان او چين به په ورته لوري پرمختګ وکړي، د ستراتيژۍ له لحاظه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي، په جدي او سمه توګه هغه مسئلې حل کړي، چې د دوه اړخيزو اړيکو د عادي پرمختګ مخه نيسي، لکه په سمندر کې د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د اتومي ککړې اوبه خپرېدل.

ياسو فوکودا په خپلو خبرو کې وويل، جاپان غواړي له چين سره متقابل تفاهم پياوړی کړي، ډيالوګ او تبادلې  غښتلې او په ښه توګه خپلمنځي توپيرونه حل کړي.