د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ګوندي کمېټو د څار راپور ارزيابي کړی
CGTN2024/03/31 12:36:30
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مارچ په ۲۹ مه غونډه وکړه او د بېلابېلو کچو ګوندي کمېټو د څار راپور يې سنجولی دی.

د دغې غونډې مشري د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ وکړه.

په دغه غونډه کې ويل شوي چې د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه د دغه ګوند د بېلابېلو کچو د څارنې کارونو ته ډېره پاملرنه کوي. دغه ګوند په جدي توګه ځان مديريت کوي او څاري او پدې برخه کې يې کارونه نوې لاسته راوړنې لري، خو د وروستي پړاو د ځاني څارنې نتيجه ښيي، چې ځينې ستونزې لاهم موجودې دي او باید په جدي توګه هوارې شي.

د چین کمونېست ګوند د خپل ځان د جدي مديريت لپاره د څار ځانګړی ميکانیزم جوړ کړی او د څار مرکزي ډله يې د بېلابېلو کچو ګوندي کمېټو او څانګو څارنه کوي، څو د ګوندي مقرراتو او نظم د رعايتولو، له فساد څخه د ساتلو او داسې نورو برخو کې د يادو ګوندي کمېټو او څانګو ستونزې پيدا او اصلاح کړي.