د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په فبرورۍ کې د دغه هېواد د مالونو او خدماتي سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۳ ټريليونو ۲۳۰ ميليارډو او ۸۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.
په ياد حجم کې د مالونو سوداګرۍ مثبت توازن ۱۹۷ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی او د خدماتي سوداګرۍ منفي توازن ۱۲۵ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.