د روسيې د دفاع وزارت د مارچ په ۳۰ مه خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د روانې میاشتې له ۲۳ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې په لويې پيمانې د اوکراين پر پوځي تاسيساتو او اړوندو بنسټيزو تاسيساتو بريدونه کړي دي.
د اوکراين خبري رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د اوکراين په ختيځ کې يو ډېر لوی برېښناکوټ د روانې مياشتې په ۲۲ مه د روسي ځواکونو په توغنديزو بريدونو کې په نښه او ويجاړ شوی دی.
د اوکراین د انرژۍ د څېړنيز مرکز رئيس د مارچ په ۲۹ مه ويلي، چې هېواد يې د برېښنا له ۱۰٪ تر ۱۲٪ پورې توليدي توان له لاسه ورکړی او ويجاړ شوي تاسيسات يې په کم وخت کې نه شي بیارغولی.