بېجينګ بهرنيانو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره ځانګړې ويبپاڼه پرانيستې ده
CGTN2024/03/31 11:15:47
شريکول:

بېجينګ د مارچ په ۲۸ مه بهرنيانو ته د د دغه ښار د ورپېژندلو او خدماتو وړاندې کولو لپاره ځانګړې ويبپاڼه پرانیستې ده، چې پته يې ده: https://english.beijing.gov.cn.

دغه ویبپاڼه په نهو ژبو( انګلیسي، کوریايي، جاپاني، جرمني، فرانسوي،هسپانوي، روسي، عربي او پورتګالي) لوستل کيږي او بهرنيانو او بهرنيو تصديو ته په بېجينګ کې د پيسو تاديې، سفر، زده کړې، ژوندانه چارو او سېلانۍ په ګډون ډول ډول معلومات،خدمتونه او اسانتياوې برابروي. دغه راز بهرنيان په دغه ويبپاڼه کې د خپل پاسپورټ د معلوماتو په ثبتولو سره د استوګنې جواز او ويزې په ګډون د يولړ سندونو د ترلاسه کولو تشريفات ترسره کولی شي.