د ملګرو ملتونو ارګانونو د غزې د شخړې له ښکيلو خواوو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې
CGTN2024/03/31 11:27:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو ارګانونو د مارچ په ۳۰ مه يوځل بيا په غزه کې د شخړې له ښکيلو خواوو څخه غوښتي چې سمدستي اوربند وکړي او د ځايي اوسېدونکو ژوند وژغوري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په خپله اعلاميه کې ويلي، چې په غزه کې د ځايي ماشومانو لپاره يو امن او خوندي ځای هم نشته دی.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې يا (UNRWA) په خپله اعلاميه کې ويلي، چې اوس په غزه کې ناروغۍ په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دي او د صحت سيستم له سقوط سره مخ دی.

د روغتيا نړيوال سازمان هم په خپله اعلاميه کې ويلي، چې اوسمهال په غزه کې څه باندې ۹ زره ناروغان دې ته اړتيا لري چې د درملنې لپاره له غزې څخه نورو ځايونو ته انتقال کړل شي.