د مصر، اردن او فرانسې د بهرنيو چارو وزيرانو په غزه کې د سمدستي او دايمي اوربند غوښتنه کړې
CGTN2024/03/31 11:18:13
شريکول:

د مصر، اردن او فرانسې د بهرنيو چارو وزيرانو د مارچ په ۳۰ مه د مصر په پلازمینه قاهره کې غونډه وکړه او پکې يې د غزې د بشري ناورين په اړه بحثونه  کړي او د شخړې له ښکيلو خواوو څخه يې غوښتي چې  سمدلاسه او دايمي اوربند وکړي.

د مصر د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې درې واړو خارجه وزيرانو د غزې شخړې له ښکيلو خواوو څخه غوښتي چې ټول نيول شوي کسان خوشي کړي او له اسرائيل څخه يې غوښتي چې غزې ته د مرستو د ليږدولو په مخ کې پراته ټول خنډونه لرې کړي.

درې واړو وزيرانو همدارنګه د دوو هېوادونو پلان پر اهميت ټينګار کړی چې له مخې يې دې يو داسې فلسطين هېواد جوړ شي، چې پوله يې په ۱۹۶۷م کال کې ټاکل شوې پوله وي، پلازمينه يې ختيځ بيت المقدس وي او حاکميت او خپواکي يې پوره وساتل شي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روانې مياشتې په ۲۵ مه ۲۷۲۸م پرېکړه تصويب کړه او له ښکيلو خواوو څخه يې وغوښتل چې د روژې مياشتې کې په غزې کې اوربند وکړي او د دايمي او دواملرونکي اوربند لپاره هڅې وکړي.

دا د تېر کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې کله چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ جګړه لا سخته شوه، لومړی ځل دی چې امنيت شورا له ښکيلو خواوو څخه په غزې کې د سمدستي اوربند د غوښتلو پرېکړه تصويبوي.