چین به په راتلونکې کې لا زیات فرصتونه برابر کړي
CGTN2024/03/31 14:54:10
شريکول:

د بو او اسيايي فورم د مارچ له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د چين په های نان ولايت کې تر سره شوی، چې د نړۍ د څه باندې شپيتو هېوادونو او سيمو د سياسي، صنعتي او سوداګريزو ټولنو او فکري مرکزونو نږدې ۲۰۰۰تنو استازو په کې ګډون درلود. دوی په دې فورم کې د (اسيا او نړۍ ګډې ننګونې او ګډې دندې) تر عنوان لاندې ژور بحثونه کړي او د يووالي او همکارۍ او د ګډ پرمختګ د هڅونې غږ يې پورته کړی.

د امريکا د بروکينګس انسټيټيوټ جګ پوړي څيړونکي کريستوفير توماس د بو او اسيايي فورم په څنډه کې خبريال ته وويل: زما راتلونکی په چين کې دی.

نوموړی په زياتو هېوادونو کې د اوسېدو تجربې لري او اوس په چين کې اوسېږي او په وروستيو کلونو کې يې د چين د پرمختګ حالت، پرانیستی او له دوستۍ ډک چاپيريال لیدلی او ژورې خاطرې ترې لري.

د روسیې د علومو اکاډمۍ د چين او عصري اسيا د څيړنې انسټيټيوټ مشر کيريل بابايف خبريال ته وويل، چې نړۍ اوس له يو لړ پيچلو ننګونو سره مخ ده او اسيا په ځانګړې توګه چين به د نړيوال اقتصاد د دوامدار پرمختګ په بهير کې ستر رول ولوبوي. هغه وويل، چې چین د اقتصاد او تېکنالوژۍ د پرمختګ له لحاظه روښانه راتلونکې لري.

د جاپان پخواني لومړي وزير يوکيو هاتوياما خبريال ته وويل، چې د ده په  اند د چین اقتصاد به د پرمختګ ښه تمايل وساتي او پر نړۍ به مهمه اغیزه وکړي.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د روان کال په پيل کې ويلي، چې هېواد به يې د نوي کيفيت توليدي ځواک ته پرمختګ ورکړي. دا پدې معنا ده چې چين به د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت له لارې خپل توليدي ځواک تقويه کړي.

پدې وروستيو کې د چين په لر او بر کې پر ياده موضوع يعنې د نوي کيفيت توليدي ځواک په اړه بحثونه ډېر ګرم دي. د اړوندې شميرنې له مخې، د چين د عصري تېکنالوژيو په توليدي چارو کې د سرمايه ګذارۍ اندازې په مسلسلو څو کلونو کې څه باندې لس فيصده زياتوالی ساتلی دی او د لوړو تېکنالوژيو تصديو شمېر شاو خوا څلورسوه زرو ته رسېږي. په دې جمله کې د پاکې انرژۍ موټرو، د ليتيوم بيټري او د فوتوولټيک محصولاتو د صادراتو شمېر په چټکۍ زيات شوی او ډجيټلي اقتصاد يې هم ګړندی پرمختګ موندلی او د پنځه G د کارولو انډول څه د پاسه پنځوس سلنې ته رسېدلی دی.

د بواو اسيايي فورم په موده کې د نوي کيفيت توليدي ځواک په اړه ډېر بحثونه شوي دي. په چين کې د ترکيې لوی سفير اسماعیل هاکي موسا وويل، چې د نوي کيفيت توليدي ځواک دا معنا لري، چې چين د اقتصادي پرمختګ د نوي شکل د جوړولو لپاره چمتو کوي، تر څو له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او لاښه راتلونکې ومومي. د جرمني د میرک شرکت د چيني چارو مشر هه مو چي خبريال ته وويل، چې په دې فورم کې يې د چين د AI او ډجيټلي تخنيکونو په شمول ساحو کې د چين باکيفيته پرمختګ کتلی دی او هيله يې څرګنده کړه چې په دې ساحه کې خپل خدمتونه تر سره کړي.

په دې فورم کې ګډون کوونکو د چين د زرغون پرمختګ په اړه ژور احساسات په ډاګه کړي. د بواو اسيايي فورم د سږنۍ غونډې سيمه د کاربن ايستنې د کمښت نمونوي زون په توګه ټاکل شوې او په ټولو ودانيو کې يې برېښنا له پاکو انرژيو په استفادې توليد شوې. د ساموآ هېواد د حکومت ورځپاڼې «ساوالي» خبريال ليوټا مانبري له ياد زون څخه ليدنه وکړه او ويې ويل: زه هيڅکله داسې هوټل ته نه يم تللی، چې ټوله برېښنا پکې له طعبيت څخه برابرې شوې او دا ډېره د حيرانتيا وړ ده.

اړوندې شميرنې ښيي، چې اوسمهال چين د پاکې انرژۍ په کارولو سره د بنسټيزو تاسيساتو د جوړېدو، د زرغونې انرژۍ او ژوندانه چارو په شمول ساحو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې هر کال په دې ساحه کې د سرمايه ګذارۍ او مصرف بازار نږدې زر ميليارډ يوانو ته رسېږي. خبريال مانبري وويل، چې چين د زرغون پرمختګ نمونه جوړوي او هغه به د چين تجربې خپل ټاټوبي ته راوړي، څو زياتو خلکو ته ګټې ورسوي.

ګډ پرمختګ پرانيستنې او ورخلاصون ته اړتيا لري. چين په دې وروستۍ موده کې د دغه هېواد بازار ته د بهرنيو پانګو ننوتلو ته د اجازې ورکولو منفي لېست کم کړی او په هراړخيزه توګه يې د توليد په ساحو کې محدوديت لرې کړی، بهرنيو تصديو او وګړو ته يې د اسانتياوو برابرولو په شمول د لوړې سويې د ورخلاصون يو لړ تدبيرونه تطبیق کړي دي.

د امريکا د وليوير ويمان شرکت مشر بين سيمپفينډورفير وويل، چې د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې زياتې ننګونې رامنځته شوې، خو اسيا تل د توکيو او پيسو د ازاد تګ راتګ لپاره هلې ځلې کوي او چين په دې چارو کې مرکزي رول لوبوي، نو د بهرنيو تصديو لپاره په چين کې د انکشاف موندل ستر اهميت لري.

د يادو بهرنيانو احساسات ځانګړې بيلګې نه دي. د نوې شميرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې په چين کې د نويو بهرنيو سوداګرو لخوا د پانګونې تصديو شمېر ۳۴ اعشاريه ۹سلنه زيات شوی. د چين د پرمختګ په لوړ پوړي فورم کې چې لږه موده مخکې تر سره شوی، د بين المللي شرکتونو جګ پوړو مشرانو د چين بازار ته ښه ارزیابي څرګنده کړه او ويې ویل چې په راتلونکې کې به په چين کې خپل کارونه پراخ کړي. د بريتانيي د ډيلويټي شرکت د چيني څانګې مشر ليو مينګ هوا په دې نظر دی، چې چين به د لوړې سويې ورخلاصون پرمخبوزي، د هېواد په دننه کې به د بازار او د بهرنيو سوداګرو د تماسونو هڅونه وکړي. د چين د اقتصاد دوامدار پرمختګ به نورو هېوادونو ته ستر بازار او همکاريز فرصتونه برابر کړي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او ثبات لپاره به فعال رول ولوبوي.