د مارچ ۳۰مه نېټه د ضايعاتو د مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په همدې ورځ په يوې ويډيويي وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د کثافاتو له بحران سره ګډه مقابله وکړي.
نوموړي ويلي، د نړۍ په ښارونو کې د جامدو ضايعاتو کلنۍ اندازه له ۲ميليارډ ټنو څخه زياته ده، چې د ګردې کرې هوا، ايکلوژيکي سيسټم او د خلکو روغتيا ته ناوړې اغېزې رسوي.
ګوټرېش ويلي، د هر هېواد حکومتي فعاليتونه د دايروي اقتصاد د پرمخبيولو لپاره اهميت لري او له ټولو يې غوښتي، چې د ضايعاتو د کړکېچ د حل لپاره يو قانوني تړون جوړ او لاسليک کړي او د ککړو پلاستيکي موادو د مسئلې په څېر دې نړيوالې همکارۍ ټينګې کړي.