د روسيې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې د مارچ په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د داغستان جمهوريت په ماخچيکالا او کاسپيسک ښارونو کې د ترهګرۍ ضد عمليات ترسره کړي او درې وسله وال يې نيولي دي.
يادې کمېټې ويلي، دغو دريو کسانو د ترهګريزو بريدونو د ترسره کولو پلان درلود او ځواکونو يې د دوی په پټنځايونو کې اټوماټيکې وسلې، مهامت او ساده تجهيزات هم نیولي دي.
د روسيې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ويلي، چې په دغو عملياتو کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.