د فلسطين نوي حکومت د مارچ د ۳۱مې نېټې په ماښام د اردن سيند په لوېديځې غاړې رام الله ښار کې لوړه وکړه.
د صدراعظم محمد مصطفی په مشرۍ د فلسطين د حکومت نوې کابېنه ۲۳ وزیران لري، چې شپږ کسان یې د غزې اوسیدونکي دي.
صدراعظم محمد مصطفی د فلسطين په نوې کابېنې کې د بهرنيو چارو وزرات دنده هم پر غاړې لري.