په سوريې کې موټربم چاودنې څه باندې شلو کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2024/04/01 10:27:22
شريکول:

د سوريې شام اف اېم د مارچ په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې ترکيې ته په نژدې سرحدي سيمې کې موټربم چاودنه شوې، چې له امله یې شلو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

خبر وايي، چادونه د حلب ولايت په غزاز ښار کې شوې، خو د چاودنې په اړه یې مشخص وخت او نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د سوريې د بشري حقونو څار سازمان چې مقر يې په بريتانيې کې دی، خبر ورکړی، چې دغه چاودنه د عزاز ښار د مرکزي سيمې په يو بازار کې شوې، چې له امله یې اته تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې.