روسیې له اوکراين غوښتي، چې د مسکو په ترهګريزو بريدونو کې ښکېل کسان ونيسي
CMG2024/04/01 11:21:00
شريکول:

د روسیې بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۳۱مې نېټې په يوې اعلاميې له اوکراين څخه غوښتنه کړې، چې د مسکو په ترهګريز بريد کې ښکېل کسان ونيسي او ورته تسليم دې يې کړي.

د مارچ په ۲۲مې نېټې په مسکو کې پر يوه کنسرټ ترهګريز بريد وشو، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګژوبلله واوښته.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې دغه بريد د روسیې پر وړاندې لومړۍ ترهګريزه پېښه نه ده بللې او په وروستيو کلونو کې يې د څو بريدونو په هکله معلومات ورکړي دي او له اوکراين يې غوښتي، چې په دغو پېښو کې ښکېل کسان ور وسپاري.

اعلاميه وايي، کره شواهد ښيي، چې اوکراين په دغه بريد کې لاس لري او ترې غوښتي يې دي، چې د دغه هېواد د ملي امنيت ادارې مشر واسيلي ماليوک په شمول په ترهګريزو پېښو کې ښکېل کسان ونيسي او روسیې ته دې يې تسليم کړي.

ماليوک څه موده مخکې منلې وه، چې اوکراين د کريميا پل چاودنې کې لاس درلود او د دې ترڅنګ يې په روسیې کې د نورو بريدونو په هکله هم مالومات ورکړي وو.