چين او امريکا بايد د يوې ښې ايندې په پار خپلمنځي اړيکو ته دوامدار او ثابت پرمختګ ورکړي
CMG2024/04/01 15:07:12
شريکول:

په دې وروستيو کې د سټربکس شرکت بنسټګر هوارد شولز یو ځل بيا چين ته راغلی او د چين دغه لوی بازار ته یې يو ډول نوې قهوه راوړې.

د معلوماتو له مخې،‌ د انساني تمدن تر رامنځته کېدو مخکې د قهوې دانه په افريقا کې شته وه او د انسانانو لخوا د نړۍ بېلابېلو ځايونو ته وړل شوې. د سټربکس ياده نوې قهوه، چې دانه يې په لاتيني امريکا او افريقا کې تولید شوې،‌ د چيني قهوه پخوونکي لخوا د اېټاليا د زيتون له غوړي سره جوړه شوې او په پای کې د چين په شانګهای ښار کې د يوه امریکايي شرکت لخوا نړيوالو ته پلورل کېږي. نو دا نه شي ويلی چې دغه قهوه د امریکا يا د چين لخوا جوړېږي، په حقيقت کې دغه قهوه د نړۍ لخوا په ګډه جوړېږي.

په دې وروستيو ورځو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امریکا د صنعت او سوداګرۍ او د ستراتیژيکو ټولنو له استازو سره وکتل او ورته يې ويلي دي، که څه هم د چين او امريکا ترمنځ اړیکې به پخوا ته بېرته نشي ستنېدای، خو لا ښه راتلونکی به خپل کړي. د سټربکس نوی ډول توليدات يوه ډېره ښه بېلګه ده،‌ چې دواړه هېوادونه يو له بل سره همکاري او تفاهم لرلی او ښه راتلونکی جوړولی شي.

نه یوازې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ‌، بلکې د خلکو ترمنځ‌ همکارۍ او تبادلې هم د زياتېدو په حال کې دي. په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د کرنیزو چارو څانګې د خوراک د امنيت او غذايي روغتيا کاري ګروپ د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلې ؛ په شانګهای کې د امريکا اپل شرکت خپلو چيني همکارو شرکتونو ته نوي ځيرکتيالرونکي توليدات او زرغون توليدات معرفي کوي؛ په کون مينګ ښار کې د چین د یون نان پوهنتون او د امريکا د جانس هوپکینس پوهنتون محصلينو د نظريو توده تبادله کړې دي... که څه هم سټربکس شرکت د چين په هېواد کې د ډېرو چیني شرکتونو له سيالۍ سره مخ شوی دی،‌ خو بیا هم تر داسې فشار لاندې يې هم نور زيات نوي ډوله توليدات رامنځته کړي او نورو ځایونو ته یې پلورلي؛ که څه هم ځينې امريکايي چارواکي وايي،‌ چې د چين د نوې انرژۍ چارو توليدي اندازه له حده وتلې،‌ چې د امريکا شرکتونو او کارکوونکو ته زیانونه ورسوي، بيا هم يو بل امريکایي چارواکي هيله لري،‌ چې په راتلونکي کې د چين د بي واي ډي(BYD) شرکت برېښنايي موټر واخلي او ويلي يې دي، چې دا به د ککړتيا د کمښت په لوري يو ښه ګام وي. په بازاري سياليو کې خپل ځان ته پرمختګ ورکول، په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ تر سره کول او نړۍ ته د نورو زياتو ګټو رسول به د چين او امریکا ترمنځ‌ د راتلونکو اړيکو لا نورې ښه بنه وګرځي.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي. د دواړو هېوادونو اړيکې پر نړیوالو همکاريو او وضعيت ژوره اغېزه لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ سيالۍ نړۍ کړکېچ کوي او همکارۍ يې نړۍ ته ګټې رسوي. د سينګاپور کارپوه کيشور ماهبوبامي ويلي، چې اکثر هېوادونه هيله لري، چې ياد دوه غښتلي هېوادونه خپلمنځي ښې اړيکې وساتي او نه غواړي چې يوازې له یو طرف سره ودرېږي.

د نړیوالو ننګونو په پر له پسې رامنځته کېدو سره،‌ نړيواله ټولنه نه يوازې هیله لري، چې دا دواړه هېوادونه د توسيدايديس لومې مخنيوی وکړي او نړۍ ته ثبات راوړي، بلکې په همکارۍ سره لا زیات عامه تولیدات برابر کړي. ۷۹ کاله مخکې،‌ چين او امريکا په ګډه سره د سانفرانسيسکو کنفرانس جوړ کړ او د ملګرو ملتونو د جوړونې ته يې وده ورکړې، همدا راز تر دوهم نړيوال جنګ وروسته نړيوال نظام په تدريج جوړ شوی. اوس انسانان د پرمختګ او د نړیوال نظم د بیا جوړونې له نوي فرصت سره مخ شوي، چين او امريکا بايد په سياسي هوښيارۍ او د لویو هېوادونو په قوت د يوې ښکلې نړۍ د جوړونې په پار ګډه هڅه وکړي.