لاريونوالو له نيتانياهو د استعفا او پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې
CMG2024/04/01 09:45:55
شريکول:

لسګونو زرو اسرائیليانو د مارچ په ۳۱مې نېټې په لوېديځ بیت المقدس کې پراخ لاریون ترسره کړی او په ترڅ کې يې د دغه هېواد له لومړي وزیر بنيامين نیتانیاهو څخه د دندې د پرېښودو او پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

نیتانیاهو د همدې ورځې په شپه رسنيو ته ويلي، چې په غزې کې د روان کړکېچ په درشل کې له ټاکلي وخت مخکې پارلماني ټاکنې به هېواد په ګډوډۍ کې ښکېل کړي.

راپورونه وايي، په همدې ورځ د اسرائيل د پارلمان د ودانۍ پر وړاندې شاوخوا سل زره کسان راغونډ شوي وو او له حکومته يې غوښتل، چې له حماس سره د اسرائیلي بندیانو د خوشي کولو لپاره يوې هوکړې ته ورسيږي او ژر تړون لاسلیک کړي.