د داسو بند په ترهګریز برید کې د وژل شویو چینایانو د اخري لېدنې مراسم ترسره شول
CMG2024/04/01 16:34:57
شريکول:

ترهګرو د تېر مارچ په ۲۶مې نېټې د پاکستان د داسو بند پر کارکوونکو ځانمرګی بريد وکړ، چې له امله یې ۵ چينايان او ۱ پاکستانی ووژل شول.

په دغه برید کې د وژل شویو چینایانو د اخري لېدنې مراسم د مارچ په ۳۱مې نېټې د پنجاب ایالت د راولپنډۍ ښار په نورخان هوايي ډګر کې ترسره شول.

په پاکستان کې د چین سفیر جیانګ ځای دونګ په يادو مراسمو کې رسنيو ته ويلي، چې دغو چینایانو د پاکستان د پرمختګ او د چین او پاکستان د دوستانه همکارۍ لپاره کار کړی او ځانونه يې قربان کړي دي او پاکستان حکومت باید ترهګر پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي هیله ښودلې، چې پاکستان په نږدې وخت کې د دغې پېښې په اړه هراړخيزې پلټنې وکړي، د ترهګرۍ ضد مبارزه پياوړې کړي او په دغه هېواد کې د چینایانو، پروژو او ارګانونو امنيت وساتي او خوندیتوب يې تضمین کړي.

د جیانګ ځای دونګ په وينا، چین غواړي له پاکستان سره د کال په هر موسم کې ستراتيژیکې همکارۍ پرمخبوزي او ورسره به د دواړو خواوو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه چټکه کړي.