بېجينګ د سېميکنډکټر پر صادارتو د محدوديت په پار د امريکا تعديل شويو تدبيرونو ته غبرګون وښود
CMG2024/04/01 11:16:52
شريکول:

د امريکا سوداګرۍ وزارت د اپريل په لومړۍ نېټې په يوې خبرپاڼې کې د سېميکنډکټر پر صادراتو د هغو محدوديتي تدبيرونو د تعديل اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۷مې نېټه يې خپاره کړي وو.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د مارچ په ۳۱مې نېټې په دې اړه ويلي، چيني لوري دې ته پام کړی، چې امريکايي لوري څه کم شپږ مياشتې دمخه ټاکل شوي تدبيرونه بيا تعديل کړي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ويلي، د امريکا په شمول د مختلفو هېوادونو تصدۍ يو ثابت او د وړاندوينې وړ سوداګريز چاپېريال غواړي. دا چې امريکايي لوري پخپلې خوښې د ملي امنيت مفهوم پراخ کړی، اړوندې قاعدې يې په خپل سر تعديل کړي او د محدوديت اقدامات يې جدي کړي، نه يوازې د چيني او امريکايي تصديو د عادي اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر وړاندې يې نور زيات خنډونه جوړ کړي، بلکې د سېميکنډکټر نړيوالو چارو ته يې هم بې ثباتي راوړې ده. دا ډول کړنې د تصديو په منځ کې د متقابلو ګټو پر همکاريو سخته اغېزه کوي او د تصديو قانوني حقونو ته زيانونه رسوي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

( سپوږمۍ)