د روسيې يوې محکمې د مسکو پر کنسرټ ترهګريزو بريدونو کې د لاس لرلو په تور د لسم کس د نيولو امر کړی
CGTN2024/04/02 10:56:15
شريکول:

د روسيې رسنيو خبر ورکړی، چې د مسکو د باسماني سيمې محکمې د اپريل په لومړۍ نېټې د مسکو پر کنسرټ ترهګريز برید کې د لاس لرلو په تور د لسم کس د نيولو امر صادر کړی دی.

د مسکو د باسماني محکمې چارواکو د دغه کس نوم یعقوبجوني يوسفزاده ښودلی، چې د تاجکستان اوسيدونکی دی او ويلي يې دي، چې د مې تر ۲۲ نېټې پورې به په توقیف کې وي.

راپورونه وايي، یعقوبجوني يوسفزاده د نیول کېدو په وخت کې په مسکو کې د کار له اجازتنامې پرته په ساختماني پروژو کې دنده ترسره کوله.

د پوليسو د پلټنې نتيجه ښيي، چې هغه د مسکو له ترهګريز بريد څو ورځې مخکې له خپل بانکي کارټ څخه يوه همکار ته پیسې ليږلي او په استوګنې کې یې ورسره مرسته کړې ده او له پېښې وروسته يې يو بل بريدګر ته هم پیسې ليږلې دي.