شي جين پينګ د اندونیزیا له نوي ولسمشر پرابوو سوبیانتو سره وکتل
CMG2024/04/02 09:37:44
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اپریل په لومړۍ نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د اندونیزیا له نوي ولسمشر پرابوو سوبیانتو سره کتلي او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو په اړه ورسره غږيدلی دی.

شي جين پينګ له خپل اندونيزيايي سیال پرابوو سوبیانتو سره د خبرو په پېل کې، نوموړي ته د اندونيزيا د ولسمشر د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.

شي جين پينګ ويلي، د چین او اندونیزیا اړیکو په تېرو لسو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی او د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه یې نوې مرحلې ته رسېدلې ده. چین ستراتيژۍ او لرلید ته په کتو له اندونیزیا سره اړیکې پالي، غواړي هراړخیزې ستراتيژيکې اړیکې ورسره ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي او د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتیا لپاره فعال خدمتونه وکړي.

پرابوو سوبیانتو شي جين پينګ ته د اندونيزيا د مخکني ولسمشر جوکو ویدودو نيکې هېلې او پېرزوینې وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، خوښ دی، چې د اندونيزيا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته يې چین د خپل سفر لومړی تمځای ټاکل دی او په خبره یې، د اندونیزیا نوی حکومت غواړي د اقتصاد، سوداګرۍ او د بېوزلۍ له منځه وړلو په شمول ډېرو برخو کې له چین سره ژورې همکارۍ وکړي، د نړیوالو او سیمه ییزو چارو په اړه ورسره همغږي پياوړې کړي او د پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نور زیات خدمتونه وکړي.